د افغانستان سرپرست حکومت د امريکا ولسمشر جوبايډن د هغې غوښتنې په غبرګون چې له افغانستان څخه يې د نږدې متحد او د ناټو غير رسمي غړي موقف اخيستو په اړه کړې، غبرګون ښودلی.
د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، افغانستان د يادې پرېکړې د تطبيق له امله هېڅ ډول اندېښنه نه لري او په خبره يې دې موقف د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه ده کړې.
نوموړي ويلي، چې افغانان د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې له همدې ادرس څخه په زياته پيمانه زيانمن شوي او له همدې کبله ترې ښې خاطرې نه لري.
مجاهد زياته کړې، چې افغانستان د امريکا په شمول له ټولو هېوادونو سره د داسې ډيپلوماټيکو او سوداګريزو اړيکو غوښتونکی دی، چې مثبتې او د متقابل احترام پر اصل ولاړې وي.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن له کانګرېس په يوه ليک غوښتنه کړې، چې د امريکا نږدې متحد او د ناټو غير رسمي غړي په توګه د افغانستان موقف لغوه کړي.