Home » سیمه او نړی » له ارمنيايي ځواکونو سره په تازه نښته کې د اذربايجان ۷ سرتېري وژل شوي

له ارمنيايي ځواکونو سره په تازه نښته کې د اذربايجان ۷ سرتېري وژل شوي

د ارمنيا او اذربايجان ځواکونو يو وار بيا د دواړو هېواونو ترمنځ ګډې پولې ته څېرمه نښته کړې او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اذربايجان دفاع وزارت ويلي، په ياده جګړه يې ۸ تنه سرتېري وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي. د ارمنيا دفاع وزارت هم اعلان کړی چې يو سرتېری يې وژل شوی، ۱۳ سرتېري يې د اذري سرتېرو له لوري ژوندي نيول شوي او دغه راز ۲۴ نور سرتېري يې بيا په سيمه کې ورک شوي او لا تر اوسه د دفاع وزارت اړيکه ورسره نه ده ټينګه شوې.

ارمنيا تور پورې کړی چې د اذربايجان ځواکونو له کوم دليل پرته په پوله کې د ارمنيايي ځواکونو پر پوستو بريد کړی. خو اذربايجان بيا ويلي چې جګړه لومړۍ د ارمنيايي ځواکونو له لوري پيل شوې ده.

د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ دغه جګړه پرون سې‌شنبه ناوخته د (لړم په ۲۴مه) شوې او د روسيې دفاع وزير په منځګړيتوب له خپل ارمنيايي او اذربايجاني سيال سره تر خبرو وروسته درېدلې ده.

ارمنيا او اذربايجان تېر کال هم په ناګورنو قره‌باغ کې خونړۍ جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې ۶۵۰۰ تنه ووژل شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...