Home » اقتصادی » لغمان کې ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
رویداد خبري آژانس

لغمان کې ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویلي، په لغمان کې د لسو پرمختیایي پروژو کار بشپړ شو او یادې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغه وزارت د ویاند ‘محمد رفیق جنبش’ په خبره، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به زرګونه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

جنبش زیاته کړې، چې د پروژو په بشپړېدو سره به په یاد ولایت کې د سېلابونو د زیانونو مخنیوی هم وشي او همداراز به د لغمان د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو ټرانسپورتي ستونزې حل شي.  

د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویلي، چې پر دغو پروژو یې شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ لګولې دي.

په لغمان کې په تازه ګټې اخیستنې ته سپارل‌شویو پروژو کې د اوبو لګولو کانالونه، استنادي دېوالونه او د کلیو د سړکونو جوړول شامل دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، چې د دغو پروژو ډېره برخه د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې پلې شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...