Home » افغانستان » لغمان کې هم د سولې نړیواله ورځ ونمانځل شوه
رویداد خبري آژانس

لغمان کې هم د سولې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

لغمان کې د سولې نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

نن سه شنبه د سپتمبر ۲۲ (تلې لومړۍ) د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په ګډون د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو په شتون کې ونمانځل شوه.

د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په دې هېواد کې د سولې او امن لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری هڅې شوي او لا هم دا هڅې روانې دي هیله ده چې ژر ټول شموله سوله حاکمه او روان ناورین پای ته ورسیږي.

رویداد خبري آژانس

مرستیال والي په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته خوشبیني ښودلې چې د تل پاتې سولې لپاره به روان مزاکرات ښه پایله ولري.

نوموړي زیاته کړه.” په افغانستان کې د تل پاتې سولې اوامن د ټینګښت لپاره له سیاسي لارو چارو هم جمهور رئیس د مدبرانه رهبرۍ تر چتر لاندې د هېواد سیاسي، جهادي او نخبه مشرانو او دغه راز د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا هم هڅې او تلاشونه روان دي چې موږه یې ستاینه، قدردانی او ملاتړ کوو.خو ددې ترڅنګ د ښې حکومتوالۍ د غښتلتیا، د پرمختیایي چارو د پراختیا، د امنیت ټېنګښت او د نظام د پیاوړتیا لپاره د ولسونو همکاري او مشارکت هم ډیر اړین او ضروري دی او باوري یو چې د لغمان ولسونه به په دغه لاره کې هم د نظام له ملاتړه مخ ونه ګرځوي.”

هغه په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له نرمښت څخه کار واخلي او افغان ولس ناهیلی نه کړي، اوربند اعلان کړي، ترڅو روان ناورین پای ته ورسیږي.

بل لوري ته د لغمان د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزیز لغماني هم د ولسونو په استازوالۍ د جګړې په دواړو لورو د حوصیلې غږ وکړ او د تل پاتې سولې لپاره یې له روانو مزاکراتوملاتړ څرګند کړ.

هغه په وسله والو طالبانو د اوربند غږ سربېره یادونه وکړه چې په قطر کې دې دواړو لورو پلاوي له زغم یوبل منل او داسې پریکړو ته ورسیږي چې هېواد، خاورې او ولس ته پکې خیر وي.

د لغمان حج اوقافو رئیس مولوي سید نجیب الله هاشمي د اسلام مبارک دین له نظره د سولې په ارزښت، د جګړې په زیانونو او اړوندو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.

د حج اوقافو رئیس وویل، چې په هېواد کې روانې جګړې لسګونه اسلامي او ملي ارزښتونو ته زیان اړولې او په افغانستان کې د طالبانو جګړې بهرنیو ته د شتون زمینه برابره کړي،که چېرته طالبان جګړه بنده کړي بهرنیانو ته نور دلته د پاتې کېدو هېڅ بهانه نشته او په خپله مخه به ځي.

رویداد خبري آژانس

هغه وایي، وسله وال طالبان دې د سولې په روانو مزاکراتو له خپلو هغو خبرو تېر شي چې په لوی لاس کینې او ورانۍ ته لاره هواره وي.
قومي او جهادي مشر حاجي شامرد خان هم د ولسونو په استازوالۍ یادونه وکړه چې سولې ته ولسونه تږي دي او دوی د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي وویل، افغان حکومت ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دی هیله ده چې وسله وال طالبان هم د ولس اومني او نور له جګړې لاس په سر او اوربند اعلان کړي.

د یادې غونډې په پای کې یو شمېر هغو وګړو چې په هېواد کې د روانې جګړې له امله یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي هم په یوه غږ د تل پاتې سولې ناره پورته کړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...