Home » افغانستان » لغمان کې د غلو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه
رویداد خبري آژانس

لغمان کې د غلو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه

د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي راپور په اساس یوه لړ عملیاتو په  ترڅ کې یې پنځه تنه غله نیولي دي.

 د لغمان امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو غلو نن سهار د کابل ولایت اړوند څرخی پله په سیمه کې د یو محصل څخه ( ٦٠٠٠ ) شپږ زره افغانۍ غلا کړې وې.

چې د لغمان په لور روان ول چې تر پېژندنې وروسته د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند سرخکانو سیمه کې نیول شوي دي.

همداراز له دغو  غلو څخه یو عراده موتر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...