Home » افغانستان » لطيف نظري: له تور لېسټ د حکومت د رهبرۍ غړو اېستل او د شتمنۍ ازادولو په اړه له امريکا سره غږېږو

لطيف نظري: له تور لېسټ د حکومت د رهبرۍ غړو اېستل او د شتمنۍ ازادولو په اړه له امريکا سره غږېږو

د اقتصاد وزارت معين او ناروې ته د تللي پلاوي غړی عبدالطيف نظري وايي، د اجنډا له مخې ټاکل شوې چې نن د امريکا له استازو سره د افغانستان پر اړوند مسايلو بحث او خبرې وشي.

نوموړي نن دوشنبه د (سلواغې په ۴مه) رسنيو ته ويلي، د افغانستان د شمتنۍ کنګل ساتلو له امله په هېواد کې بشري وضعيت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او زياتوي چې له امريکايي لوري سره په ګډ بحث کې به د افغانسان کنګل شوې شتمنۍ د بېرته ازادولو په اړه هم تمرکز وکړي.

نظري زياته کړې چې د شتمنۍ ترڅنګ به د دوحې هوکړې پر تطبيق هم خبرې وشي. د نوموړي په خبره اسلامي امارت له خپل اړخه د دوحې هوکړه پلې کړې؛ خو زياتوي چې امريکا بيا ياده هوکړه نقض کړې ده.

نظري څرګندوي چې د يادې هوکړې د مواردو پر بنسټ به، له امريکايي پلاوي سره له تور لېسټ د اسلامي امارت د رهبرۍ غړو د نومونو پر لرې کولو او دغه راز له افغانستان سره پر متقابل سياسي او اقتصادي تعامل هم بشپړ بحث وشي.

د ناورې په پلازمېنه اسلو کې د اسلامي امارت، امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونو ترمنځ دغه درې ورځنۍ خبرې پرون يک‌شنبه پيل شوې او سبا د سې‌شنبې تر ورځې به دوام وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...