Home » سیمه او نړی » لسګونه روسي ډیپلوماتان له چک جمهوریت نه ووتل
رویداد خبري آژانس

لسګونه روسي ډیپلوماتان له چک جمهوریت نه ووتل

لسګونه روسي ډيپلوماتانو د چک جمهوریت له امر سره سم روسیې ته روان شول. 

روسي رسنیو لیکلي، ۵۴ ډيپلوماتانو یې له خپلو کورنیو سره یو ځای چک جمهوریت پرېښود او روسیې ته لاړل.

د روسیې دولتي آژانس ټاس ویلي، چې پرون شنبه ۵۴ ډیپلوماتان له خپلو کورنیو سره یو ځای په چک جمهوریت کې د روسیې له سفارت څخه مسکو ته روان شول.

دغه آژانس زیاته کړې، چې پاتې نور روسي ډيپلوماتان ښايي را روانه دوشنبه له چک جهوریت پرېږدي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، چې پراګ تېره اونۍ له چک جهوریت څخه د ۶۳ ډيپلوماتو د وتلو امر وکړ.  

رسنیو زیاته کړې، چې پراګ له چک جهوریت څخه د روسي ډیپلوماتو د وتلو امر ځکه کړی، چې پراګ روسي استخباراتي ادارې د دغه هېواد په یوه چاودنه کې په لاس‌لرلو تورنې کړې.

دا چاودنه د ۲۰۱۴م د اکتوبر میاشت د چک جهوریت په ختیځ د وسلو په یوه ډيپو کې وشوه چې لږ تر لږه ۲ کسان پکې ووژل شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...