Home » سیمه او نړی » لبنان کې د یو زندان څخه ۶۹ زندانیان تښتېدلي دي

لبنان کې د یو زندان څخه ۶۹ زندانیان تښتېدلي دي

بهرني راپورونه وايي په لبنان کې له یوه زندانه ۶۹ تنه بندیان په تیښته بریالي شوي دي.

لبناني پولیس وايي د جمهوري ریاست ته نیږدې له یوه زندانه چې امنیتي تدابیر پکې په جدي توګه څارل کیده  یو شمېر بندیان وتلي دي.

پولیسو ویلي یو شمېر بندیان هغه وخت مړه شول چې په یوه موټر کې سپاره ول او ګاډی له ونې سره ټکر وکړ.

په دې ټکر کې یو زنداني ټپي شوی چې چارواکو د درملنې لپاره روغتون ته وړی، امنیتي کسان وايي د نورو بندیانو پلټنه روانه ده.

په ورته وخت کې یوه ښځه خپل ۲۲ کلن زوی چې د یو کس وژلو په کوښښ کولو تورن و او له زندانه تښتېدلی و، بیرته يي زندان ته سپارلی دی، نوموړې مېرمن وايي زوی يي بې ګناه دی.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه بندیان څنګه له زندان څخه ووتل.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...