لبنان پرون یکشنبې په ورځ د جنورۍ۱۷(مرغومي ۲۸) له فایزر کمپنۍ سره د ۲ ملیونه او یو لک ډوزه واکسین د رانیولو موافقه نهايي کړه.
لبنان د کرونا ضد دغه واکسین په داسې حال کې رانیسي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر زیاتېدو یې د روغتیایي څارنې سیستم اغېزمن کړی دی.
د اسوشېټډ پرس خبري اژانس په حواله، د واکسینونو دا بستې به د فبرورۍ له لومړیو لبنان ته ورسول شي.
د لبنان حکومت ویلي د فایزر کمپنۍ د واکسین ۲،۷ ملیونه نور دوزونه به د ملګرو ملتونو د ملاتړ یوه پروګرام له لارې دغه هېواد ته ورسېږي.
دا لا معلومه نهده چې دا دوهمه بسته به کله لبنان ته ورسېږي، خو د حکومت د خبرپاڼې له مخې په دې اړه موافقه په اکټوبر میاشت کې لاسلیک شوې وه.
په لبنان کې تر اوسه نږدې دوه نیم لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او د مړو شمېر پهکې ۱،۹۰۰ ته نږدې شوی دی.