Home » افغانستان » لاوروف: لوېديځ هڅه کوي چې اوکراين پر دويم افغانستان بدل کړي

لاوروف: لوېديځ هڅه کوي چې اوکراين پر دويم افغانستان بدل کړي

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، لوېديځ هڅه کوله چې افغانستان د نړۍ پر يوه سياسي مرکز بدل کړي خو په خبره يې دې هېوادونو د خپلې ژمنې خلاف افغانستان يوې لويې بدبختۍ ته ټېلوهه.

نوموړي د پاکستان له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره په پرونۍ لېدنه کې ويلي، اوس لوېديځ هېوادونه پر دې لګيا دي چې خپلو اهدافو ته د رسيدو په موخه اوکراين هم پر دويم افغانستان بدل کړي.

لاروف له خپل چينايي سيال وانک يي سره بيا په يوه جلا ليدنه کې ډاډ ورکړی، چې روسيه د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د يوه سيمه‌ييز ثبات د ټينګښت په موخه هڅه کوي.

نوموړي زياته کړې چې هېواد به په سيمه کې له د ملتونو له ارادې سره سم د ارزښتونو ساتنه کوي او د تحقق لپاره يې به يې هر راز سياسي هڅې جاري وساتي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...