Home » افغانستان » لاوروف: د افغانستان په اړه ټول راتلونکي احتمالي مسايل له طالبانو سره شريکوو

لاوروف: د افغانستان په اړه ټول راتلونکي احتمالي مسايل له طالبانو سره شريکوو

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه دايېره شي، خو له دايېرېدو وړاندې يې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې د افغانستان په اړه ټول ترسره کېدونکي مسايل به د دې هېواد له سرپرست حکومت سره شريک شي.

نوموړي دا څرکندونې پرون سې‌شنبه د (لړم په ۱۶مه) په مسکو کې د هند بهرنيو چارو له وزير جي شنکر سره د ليدنې پرمهال کړي دي. لاوروف زياته کړې، روسيه داسې پټ څه ترسره کول نه غواړي چې له وړاندې يې د افغانستان حکومت او سياسون په جريان شوي نه وي. د نوموړي په خبره، له همدې کبله به د مسکو فارمټ پايله هم د افغانستان له سرپرست حکومت سره شريکه شي.

په همدې حال کې د هند بهرنيو چارو وزير جي شنکر هم په افغانستان کې د روان بشري ناورين په اړه اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی، چې هېوادونه بايد د ياد وضعيت په مهارولو کې په بېړنۍ توګه اقدام وکړي.

د هند بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې لاروف او جي شنکر د خبرو پرمهال په ګډه له طالبانو غوښتي، چې له نړيوالو سره پر کړو ژمنو وفا وکړي.

د هند بهرنيو چارو وزير جي شنکر پرون سې‌شنبه د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا او د ګډو مسايلو د مطرح کولو په موخه له نوي ډهلي څخه مسکو ته رسېدلی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...