لانګ وار نشریه وايي، طالبان په افغانستان کې یوځل بیا د اسلامي امارت د بیا احیا کېدو هڅې کوي.
یاده نشریه په جهاد غږ ویبپاڼه کې د طالبانو د خپرې شوې اعلامیې په حواله وايي چې طالبان د ملا هېبت الله اخوند په مشرۍ د اسلامي حکومت بیا حاکمېدل غواړي.
لانګ وار نشریه وايي، چې طالبانو خبرداری ورکړی، چې دوی به د اسلامي امارت د ټینګښت لپاره خپله مبارزه جاري وساتي.
طالبانو په دې اعلامیه کې اوسنی حکومت په نړیواله کچه بې اعتباره بللی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر غړي محمد عباس ستانکزي په مسکو کې رسنیو ته ویلي وو چې که اشرف غني استعفی ورکړي نو دوی چمتو دي چې جګړه ختمه کړي، ځکه دده په باور ټول لوري په افغانستان کې د نظام بدلون غواړي.