د هسپانیې د لالیګا فوټبال لیګ اوویشتمې اونۍ په لړ کې ریال د والنسیا لوبډلې کوربنه وه دا له شوره ډکه سیالي دوه پر دوه مساوي پایته ورسېده.
دا لوبه د کابل پر وخت د شپې دولس نیمې بجې په (مستایا) لوبغالي کې وشوه.
دا سیالي د همدې لوبغالي د تېر پړاو جنجالونو تر اغېز لاندې وه، په پيل والنسیا د دوه ګولونو کولو سره له ریال مخکې شوه خو وینیسیوس جونیور دواړه ګولونه جبران کړه.
د تېر پړاو لوبو کې د والنسیا ملاتړو د وینیسیوس پر وړاندې د توکم پاله شعارونو ورکړې سره والنسیا لوبډله له جریمې سره مخ کړې وه.
د والنسیا لوبډلې لپاره هوګو دورو او یار مچوک ګولونه کړي وو.
