Home » سپورټ » لالیګا؛ بارسلونا د اتلتیکو ماتولو سره د لوبو جدول کې دویم ځای خپل کړ

لالیګا؛ بارسلونا د اتلتیکو ماتولو سره د لوبو جدول کې دویم ځای خپل کړ

بارسلونا د لالیګا سیالیو اووېشتمې اونۍ په لړ کې اتلتیکو مادرید درې پر صفر پخپل کور کې ماته کړه او په لیګ کې یې دویم ځای خپل کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه تېره شپه ( یکشنبه د مارچ ۱۷ مه) د دیګو سیمیونه شاګردانو په کوربه توب وشوه.

د لوبې لومړۍ نیمايي کې د ژاوي شاګردانو د ژاییو فلیکس ګول سره یو پر صفر له کوربه لوبډلې مخکې شوه.

د لوبې په دویمه نیمايي کې رابرټ لونډوفسکي دویم ګول وکړ او فرمین لوفیز د درېیم ځل لپاره د اتلتیکو مادرید لوبډلې دروازه پرانیسته.

دا سیالۍ درې پر صفر د بارسلونا په ګټه پایته ورسېده.

له دې بریا سره بارسلونا د ۶۴ امتیازونو سره لیګ کې دویم ځای خپل کړ، خیرونا لوبډلې د ختافه پر وړاندې د وړمې شپې ( شنبه مارچ د ۱۶ مه ) ماتې وروسته درېیم مقام ته را وغورځېده.

د یادونې ده چې ریال مادرید د ۷۲ امتیازونو سره د هسپانیې لالیګا لیګ کې لومړی ځای خپل کړی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...