Home » افغانستان » لاريونوال: امريکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي

لاريونوال: امريکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي

په کابل کې سلګونه تنه عام خلک چې ښځې هم په کې وې، نن د سې‌شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۳۰مه) د اعتراض په توګه را ووتل او له امريکا يې وغوښتل چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي.

دوی چې په کابل کې د امريکا سفارت مخې ته راټول وو، د امريکا پر ضد شعارونه ورکول او ويل يې چې د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګلولو عام افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.

لاريونوالو ټينګار درلود چې امريکا دې د شتمنۍ ازادولو ترڅنګ پر افغانستان وضعه کړي بنديزونه هم لرې کړي. دوی له نړيوالو هم غوښتنه وکړه چې پر امريکا فشار زيات کړي څو پر افغانستان لګولي بنديزونه لري کړي.

د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم، امريکا د افغانستان شاوخوا ۹نيم مېليارده ډالرو په اندازه د افغانستان شتمني کنګل او تر څنګ يې پر افغانستان يو لړ بنديزونه هم وضعه کړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...