د قوش تپې د شل اووریز جام د لوبو په لړۍ کې نن ۴ لوبډلې، بندامیر د سپین غر پر وړاندې او مس عینک د امو پر وړاندې لوبې کوي.
د بند امیر او سپین غر لوبه د سهار په نهو بجو او د مس عینک او امو لوبه د ماسپښین په یوه بجه او ۴۵ دقیقو پیلېږي.
دا لوبه قوش تپې د لوبلړۍ ۱۹مه او شلمه لوبه ده چې د کابل د کرکټ په ملي لوبغالي کې ترسره کېږي.
همداراز په پرونیو لوبو کې د بست زون سپین غر زون ته د پنځو ویکټو او تر دې وړاندې د امو زون د بندامیر زون لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماتې ورکړه.