د پاکستان په پنجاب ايالت کې قهرېدلو خلکو وروسته له هغې يو سرېلانکايي وګړی وواژه چې دين ته پر سپکاوي تورن شو. د نوموړي کس نوم پريانتا کمارا ښودل شوی او قهرېدلو خلکو له وژلو وروسته د نوموړي جسد په اور کې سوځولی.
عيني شاهدانو ويلي چې خلک د کمارا د وژلو پرمهال د لبېک يا رسول الله نارې وهلې. د سرېلانکا دغه وګړی له مودې راهيسې د پنجاب په سيالکوټ کې مېشت و.
پوليسو هم په سيالکوټ کې د خلکو له لوري دين ته د سپکاوي په تور د ياد کس وژل کېدل منلي، خو ويلي يې دي چې د يادې قضيې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
پوليسو زياته کړې، کمارا په وژلو کې د تورنو کسانو په اړه تر اوسه شکايت نه دی ثبت شوی او هڅې يې پيل کړې چې د يادې پېښې عاملان پيدا کړي.