په کابل کې د قطر سفیر سعد بن مبارک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې له لارې له افغانانو سره د ودې او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.
سعد بن مبارک ویلي چې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پراختیا ددواړو هېوادونو په ګټه ده.
حنیف اتمر هم ویلي چې قطر د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او د سولې په برخه کې ددغه هېواد مرستې خورا مهمې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې د اړیکو د لا پراختیا لپاره به نوې هوکړې رامنځ ته کوي.