د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني د ترهګرۍ پر پټنځي د افغانستان د احتمالي بدلېدو له امله اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې اوس د بل هر وخت په پرتله له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جدي اړتيا ده.
نوموړي دا څرګندونې پرون سېشنبه د (وږي په ۲۹مه) د ملګرو ملتونو ۷۷مې عمومي اسمبلۍ ته کړي دي او ټينګار يې کړی چې افغانستان بايد بيا د ترهګرۍ پر پټنځي او مرکز بدل نه شي.
نوموړي دې هدف ته د رسېدو په موخه پر امريکا او د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ وکړ، چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او د يادې هوکړې لاسته راوړنې دې خوندي کړي.
په احتمالي توګه د ترهګرۍ پر مرکز د افغانستان بدلېدو په اړه د قطر له اندېښنې وړاندې يو شمېر نورو هېوادونو هم ورته اندېښنې مطرح کړي دي؛ خو د افغانستان سرپرست حکومت تل ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او نه به هم د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته خطر پېښ شي.