Home » افغانستان » قطر د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو پر دوام اندېښنه ښودلې

قطر د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو پر دوام اندېښنه ښودلې

قطري چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورين د دوام ترڅنګ، په دې هېواد کې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د تړلو پر دوام هم اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په عالي شورا کې د قطر د استازولۍ سرپرستې جوهره السويدي يادې شورا ته ويلي، چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام کولی شي دغلته پر بشري او اقتصادي وضعيت نور هم ناوړه اغېز وکړي.

نوموړې زياته کړې چې قطر له خپلو همکارانو سره يو ځای چمتوو دی څو له عامو افغانانو سره د سولې د تامين، د امنيت په ټينګښت او دغه راز د بشري او اقتصادي ناورين په مهارولو کې همکاري وکړي.

ميرمن السويدي په افغانستان کې د ناخوالو له منځه وړل پر يوې داسې سولې پورې تړلي، چې ټولو ته د منلو وړ، جامع او ملي وي. نوموړې زياته کړې چې له ملي او جامع سولې پرته په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين له منځه وړل ستونزمن کار دی.

د بشري ناورين او د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام په اړه د قطري چارواکو دا اندېښنې داسې مهال دي، چې عامو خلکو په وار وار له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ديني عالمانو درې ورځنۍ غونډې ته تمه وه چې د نجونو ښوونځيو په اړه به د يوه بحث له لارې د يادو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه وکړي؛ خو د خلکو د تمې خلاف په ياده غونډې کې د نجونو د ښوونځيو پر پرانيستو د ديني عالمانو له لوري هېڅ راز بحث ونشو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...