Home » افغانستان » قطر: د افغانستان يوازې پرېښودل د نړيوالو غلطي ده

قطر: د افغانستان يوازې پرېښودل د نړيوالو غلطي ده

د قطر له اعلان وروسته چې ګواکې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان حکومت په رسميت پېژندلو لپاره وخت ته اړتيا ده، تازه د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني بيا ويلي، چې په اوسني وضعيت کې د افغانستان يوازې پرېښودل د نړيوالو غلطي ده.

نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د (تلې په ۲۱مه) د خپل هېواد په يوه امنيتي غونډه کې کړې دي. الثاني زياته کړې چې په افغانستان کې وروستی تحوول يو حقيقت دی او نړيوال د دې پر ځای چې د طالبانو له عمل وروسته د خپل تعامل په اړه پرېکړه وکړي، ښه ده چې د يوه سالم تعامل له مخې طالبان ښه عمل ته رهنمايي کړي.

له دې دوې ورځې وړاندې قطري چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د يوه حکومت په رسميت پېژندلو ته وخت شته او د اوس لپاره په دې اړه د پرېکړې کولو لپاره غور نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جي شل هېوادونو پرون له افغانستان سره د يو مېليارد ډالرو په ارزښت د مرستې کولو اعلان وکړ. دې مرسته کوونکو هېوادونو ويلي چې دا مرستې په مستقيمه توګه طالبانو ته نه ورکوي بلکې د نړيوالو بنسټونو له لوري به په افغانستان کې پر بشري اړتياوو ولګول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...