قطر او امريکا تازه په خپلو کې دوې هوکړې لاسليک کړې چې يوه هغه يې قطر پر دې کلف کوي، څو په افغانستان کې د امريکا له ګټو ساتنه وکړي.
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن په دې اړه ويلي، په ياده هوکړه کې قطر منلې ده چې هېواد به يې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د ګټو د خونديتوب استازولي کوي.
نوموړي زياته کړې، د همکاريو د دې هوکړې له مخې به قطر په افغانستان کې د خپل سفارت يوه برخه د امريکا ګټو ته ځانګړې کوي، څو په خبره يې ځانګړي قونسلي خدمتونه وړاندي کړي او په افغانستان کې د امريکا د ډيپلوماټيکو تاسيساتو د امنيت پر ساتنې څار وکړي.
بلېنکن ويلي چې د دويمې هوکړې له مخې به قطر د هغو افغانانو د سفر چاري تنظيموي چې د امريکا د کډوالۍ وېزو لرونکي وي.
امريکا د تېر اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو له ننوتلو سره سم په افغانستان کې خپل سفارت وتړه او د افغانانانو لپاره يې ځانګړي سفارتي خدمتونه په قطر کې پيل کړل.