ا.ا حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارتون د پرانیستل کیدو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت څخه دوشنبه(د تلې۳۰مه) په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې، دغه نندارتون د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی چې په کې ۲۵۰ افغان خصوصي پانګوالو او صنعتکارانو ګډون کړی او دغه راز افغاني تولیدات په ۷۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
خبرپاڼې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي له قوله ویلي، چې د یاد نندارتون پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او سکتوري اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز لري.
هغه له قزاقستان او نورو هیوادونو هم غوښتي چې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي، لوژستيکي او د انرژۍ اړيکې پراخې کړي.
دا په قزاقستان کې د افغاني تولیداتو دویم نندارتون دی.