د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، هېواد يې په هېڅ صورت له نظامي پلوه په افغانستان کې د روانې کشالې د حل پلوي نه ده کړې او پر ځای يې پر سياسي حل لار ټينګار کړی.
نوموړي پرون جمعه د (غبرګولي ۲۸مه) په ترکيې کې د ملي پخلاينې عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله سره ليدلي او ويلي يې دي، پاکستان هر وخت په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی.
په همدې حال کې د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله د افغانستان سولې او ثبات کې د ګاونډيو هېوادونو پر مثبت رول ټينګار کړی او زياته کړې ده چې د افغانستان سولې په پروسه کې د يادو هېوادونو ونډه مهمه ده.
نوموړی زياتوي چې ګاونډي هېوادونه دا مهال پر دې قانع شوي چې په سولهييز افغانستان کې خپلې مشروع ګټې تعقيب کړي، خو په خبره يې دې هدف ته د رسېدو په موخه لا هم ګډو هڅو ته اړتيا ده.
عبدالله په افغانستان کې د تاوتريخوالي موجوده کچې ته په پام سره اندېښنه څرګنده کړې چې ګواکې وسلهوال طالبان په واقعي توګه له سياسي لارو د ستونزې حل ته چمتو نه دي.
د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله او د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي پرون د انتالیا دیپلوماسي فورم غونډې په څنډه کې سره لېدلي دي.