Home » افغانستان » قرېشي: هېڅوک نه غواړي چې افغانستان بيا کورنۍ جګړې ته دننه شي

قرېشي: هېڅوک نه غواړي چې افغانستان بيا کورنۍ جګړې ته دننه شي

د ټرويکا پلس غونډه چې ټاکل شوې د ګاونډي هېوادونو استازي به په کې د افغانستان وضعيت په اړه بحث وکړي، نن پنج‌شنبه د (لړم په ۲۰) په اسلام‌اباد کې پيل شوه.

د يادې غونډې د پرانيستې پرمهال د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمد قرېشي وويل، په افغانستان کې د امنيت ټينګښت د سيمې په ګټه دی او هېڅوک نه غواړي چې افغانستان يو ځل بيا کورنۍ جګړې ته دننه شي.

نوموړي زياته کړه، ټول لېوالتيا لري چې په افغانستان کې دننه له فعالو وسله‌والو عناصرو سره مؤثره مبارزه وشي څو د ترهګرۍ د پټنځي توګه د افغانستان د بدلېدو له بحران مخنيوی وشي.

قرېشي د خپلو خبرو پرمهال په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ته هم اشاره درلوده او ويې ويل، چې د افغانستان اقتصادي سقوط د بې ثباتۍ لامل کېږي او په خبره يې دوی نه غواړي چې د افغانستان اقتصاد سقوط شي.

د افغانستان په اړه د ټرويکا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې پرون هند هم افغانستان په اړه د سيمې هېوادونو د استازو يوې غونډې کوربه و. د هند په غونډه کې د ګاونډيو سيمې هېوادونو استازو له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او دغه راز د افغانستان وروستيو تحوولاتو په اړه د همغږۍ او ګډ دريځ پر رامنځته کولو ټينګار شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...