د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي يو وار بيا خبر ورکړی، که نړيواله ټولنه له افغانستان سره همکاري ونه کړي، نو دغه هېواد بېرته د بېثباتۍ خوا ته تلونکی دی.
نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، پاکستان هڅه کوي چې نړيوال دې ته قانع کړي، څو له افغانستان سره همکارۍ زياتې کړي او د دغه هېواد په يوازې پرېښودو سره تاريخي تېروتنه تکرار نه کړي.
قرېشي زياته کړې، د همدې هڅو په ترڅ کې يې د افغانستان په اړه په اسلاماباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډې ته د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړيو هېوادونو هم وربلي دي.
نوموړي ياده غونډه د افغانستان اوسني وضعيت په مهارولو کې مؤثر بللی او زياته کړې يې ده چې ټول تمرکز به يې په افغانستان کې د انساني بحران پر مخنيوي وي.
ټاکل شوې د پاکستان په کوربهتوب دا غونډه د د روان ډيسمبر په ۱۹مه ترسره شي.