Home » افغانستان » قرېشي: د داعش له منځه وړلو لپاره دې له طالبانو سره همکاري وشي

قرېشي: د داعش له منځه وړلو لپاره دې له طالبانو سره همکاري وشي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، په افغانستان کې د داعش له منځه وړلو په موخه اړتيا ده چې له طالبانو سره همکاري وشي.

نوموړي چې نن سې‌شنبه د (وري په ۲مه) يې اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ته خبرې کولې وويل، د داعش له منځه وړلو لپاره له طالبانو پرته په افغانستان کې بل غوراوی نشته او اړينه ده چې دې هدف ته د رسېدو لپاره ورسره همکاري وشي.

قرېشي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کينټ مکينزي په راتلونکي اوړي کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د جګړې پيلېدو احتمال مطرح کړی.

خو د اسلامي امارت استخباراتو رياست د نوموړي څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې داعش ډله د افغانستان په هېڅ ځای کې فزيکي حضور نه لري او د مکينزي يادې څرګندونې دې ډلې ته کمپاين کولو په مانا دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...