د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوي بشري بحران ته په اشارې سره وايي، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت ته د نړيوالو له لوري نه پاملرنه د دې سبب کېږي، چې سيمه هم اغيزمنه شي.
نوموړي پرون د (افغانستان وضعيت ته کتنه) تر عنوان لاندې په اسلاماباد کې د يوه څېړنيز بنسټ له لوري جوړ شوي کنفرانس ته وويل، که نړيواله ټولنه په افغانستان کې ناسم اقتصادي او بشري وضعيت ته په پام سره بيا هم پخوانۍ تېروتنې تکرار کړي، نو لرې نه ده چې د افغانستان په شمول د سيمې هېوادونه هم له اقتصادي پلوه زيانمن شي.
قرېشي زياته کړې، د افغانستان د راتلونکي تضمين د سيمې لپاره حياتي مسئله ده او په خبره يې پاکستان په دې برخه کې د ډيپلوماټيکو هڅو ترڅنګ، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت ته د نړيوالو د پام جلبولو په موخه هم هڅې کړي دي.
نوموړي ويلي چې په اوسني وضعيت کې پر اقتصادي برخې سربېره په ټولو برخو کې د افغانستان لاسنيوي ته اړتيا ده او په خبره يې پاکستان د يوه ګاونډي هېواد په توګه دې کار ته ژمن دی.
په افغانستان کې له سياسي تحوولاتو را وروسته د خراب اقتصادي وضعيت له امله د لوږې کچه په مراتبو لوړه شوې او ورته د رسېدنې په موخه د امکاناتو نشتوالي له امله پر انساني بحران بدله شوې ده.