Home » افغانستان » قرېشي: امريکايي ځواکونو دې په سيستماتيکه توګه له افغانستان ووځي

قرېشي: امريکايي ځواکونو دې په سيستماتيکه توګه له افغانستان ووځي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د شوري ځواکونو له وتلو وروسته تجربه شوی وضعيت بيا تکرار نه شي، نو اړتيا ده چې امريکايي ځواکونو په سيسټماټيک ډول له افغانستان څخه ووځي.

قرېشي د ترکيې له انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، پاکستان له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امريکا او ناټو ځواکونو وتلو په اړه اندېښنه لري او زياتوي چې ښايې د يادو ځواکونو د وتلو بهير له بشپړېدو سره په افغانستان کې تېرې ترخې تجربې بيا تکرار شي.

نوموړي ټينګار کړی، دا چې د راتلونکي سيپټمبر تر ۱۱مې ټاکل شوې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير بشپړ شي، نو اړتيا چې د امريکا له لوري دا بهير بايد مسوولانه ترسره شي.

نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو مسئلې ته هم اشاره کړې او ويلي يې چې ياد کډوال د جګړې له کبله نه غواړي بيا د کډوالۍ جريان تکرار شي.

د قرېشي په خبره افغان کډوال بايد په درناوي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو په خبره يې دا کار هغه وخت ممکن دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي.

نوموړي دغه راز ويلي، چې د افغانستان راتلونکي ټاکل په خپله د افغانانو اړوند مسئله ده او پاکستان د ګډ مسووليت له مخې يوازې د سولې په پروسه کې د اسانچاري په توګه رول لوبولی شي.

د شاه محمود قرېشي دا څرکندونې داسې مهال دي چې لا هم د افغانستان سولې په برخه کې پاکستان خپل اصلي رسالت او کراردار نه دی ترسره کړی.

د افغان چارواکو په خبره، د پاکستان واقعي همکارۍ نه موجوديت له کبله او د همدې هېواد په اشاره وسله‌والو طالبانو جګړه تونده کړې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...