د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي وايي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان سولې په پروسه کې تر خپلې وسې همکارۍ ته دوام ورکوي، خو په خبره يې که بيا هم په ياده پروسه کې پر ناغيړۍ تورن شي نو د هېڅ ډول مسووليت اخيستو ته تيار نه دی.
شاه محمود قریشي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه نېټه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيالوګ پرانيستې پرمهال کړې دي.
قریشي زياته کړې چې د افغانستان سولې پروسه ګډ مسووليت دی او پاکستان هم د يادې پروسې په اړه په خپل ځای کې د همکارۍ مسوول دی.
نوموړي ټينګار کړی چې د همکارۍ باوجود د سولې په پروسه کې د پاکستان ګرمول ناسم عمل دی او بايد د ګډ مسووليت په اساس ټول دخيل اړخونه مخته لاړ شي.
هغه وايي، هېواد يې د افغانستان په شمول له سيمې او امريکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته چمتو دی خو په خبره يې د سولې په روان بهير کې دې افغان حکومت او طالب لوری نرمښت خپل کړي.
محمود قرشي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په خپله امريکايي چارواکو هم د افغانستان سولې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ نارضايتي ښودلې او ويلي دي چې نوموړي هېواد تر دې مهاله يوازې د تسهيلوونکي رول لوبولی دی او بس.
ټينګار دا دی چې پاکستان دې پر وسلهوالو طالبانو د واقيعي سولې په هدف فشار زيات کړي. نه دا چې د جګړې شدت په موخه ورته د تمويل او تجهيز ډاډ ورکوي.