د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي پاکستان د یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکی دی.
قریشي پرون د شنبې په ورځ ( زمري ۳۰مه نېټه ) په اسلام اباد کې الجزیره ټلوېزیون ته وویل چې خبره دا نه ده چې پاکستان یوازې له طالبانو سره اړیکې پالي، بلکې دا هېواد له ټولو افغان مشرانو سره په تماس کې دی او غواړي یوه روغه جوړه وشي.
ښاغلي قریشي زیاته کړه چې نه غواړي بیا د نویمې لسیزې تیروتنې تکرار شي بلکې غواړي چې په افغانستان کې امن او ثبات ټینګ شي چې دا د ده په وینا د پاکستان په ګټه هم دی.
قریشي له افغان مشرانو سره د تماسونو د دوام خبره داسې مهال کوي چې د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر محمد کریم خلیلي په ګډون د افغانستان یو شمېر جهادي او نور مشران چې تر دا یوې اوونۍ مخکې یې د ولسمشر اشرف غني په حکومت کې لوړې دندې ترسره کولې، له څو ورځو راهیسې په پاکستان کې دي او له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کوي.