Home » افغانستان » قاري سعيد خوستي له الهې سره د جنجالي واده له امله بښنه وغوښته

قاري سعيد خوستي له الهې سره د جنجالي واده له امله بښنه وغوښته

له پرون راهيسې په خواله رسنيو کې د کورنيو چارو وزارت مخکيني وياند قاري سعيد خوستي په اړه متعددې وېډيوګانې لاس په لاس کېږي او په يوه هغه کې يې د الهې په نوم يوه نجلۍ، چې ځان د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصله بولي ادعا کوي، چې قاري سعيد ورسره په زور واده کړی.

الهې پرې د قاري سعيد خوستي له لوري د جنسي تيري ادعا هم کړې او ويلي يې دي، نه يوازې دا چې تېری پرې شوی؛ ترڅنګ يې وهل شوې او ټکول شوې هم ده.

په يوه بله وېډيو کې قاري خوستی د الهې په کور کې ښکاري او داسې مالومېږي، چې د ستونزې د حل په موخه د خبرو لپاره ورغلی؛ خو د الهې له لوري له کور په زور ايستل کېږي.

قاري سعيد خوستي بيا نن چهارشنبه د (وږي په ۹مه) خپل ټوېټر کې بيا ليکلي، چې ۶ میاشتې وړاندې يې له الهې سره د هغې په غوښتنه واده کړی؛ خو ادعا کوي چې د وخت په تېرېدو سره يې په الهې کې عقيدوي کمزوري درک کړه.

د نوموړي د ادعا له مخې، الهي په ښکاره توګه مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د دې هر څه ثبوتونه هم لري. د خوستي په خبره ، هڅه يې وکړه چې الهه له دې هر څه راوګرځوي خو بريالی نه شو او له همدې امله يې طلاق ورکړ.

قاري سعيد خوستی پرې د وهلو او ټکولو لګيدلي تورونه ردوي او له الهې سره واده ناسنجول شوې پرېکړه بولي، چې د پېښمانۍ ترڅنګ يې له خلکو او حکومت بښنه هم غوښتې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...