Home » افغانستان » فیلیپین په لنډمهالې توګه د افغان اتباعو لپاره د SIV ویزې غوښتونکو کوربه‌توب کوي

فیلیپین په لنډمهالې توګه د افغان اتباعو لپاره د SIV ویزې غوښتونکو کوربه‌توب کوي

د امریکا متحده ایالات او فیلیپین پرون (دوشنبې، اسد ۲۹مه) یوه هوکړه کړې چې له مخې یې محدود شمېر افغان اتباعو ته اجازه ورکوي چې په لنډمهالې توګه په فلیپین کې د امریکا د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) ترلاسه کولو بهیر بشپړ او بالاخره په امریکا کې پاتې شي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا حکومت به په فیلیپین کې د موقتي استوګنې پر مهال د ځانګړي مهاجرت ویزې غوښتونکو ته د خوراک، کور، امنیت، طبي پاملرنې او ترانسپورت په ګډون اړین خدمات وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فیلیپین له حکومت څخه په مننې ویلي چې دا تړون له افغان متحدینو سره د مرستې لپاره د دواړو هېوادونو پر ژمنو د ټینګار په مانا دی.خو په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د دې ویزې څو غوښتونکو ته به په فیلیپین کې د موقتې استوګنې اجازه ورکړل شي او له کوم ځایه به هغه هېواد ته واستول شي.

د امریکا د حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۲۶ زره ۵۰۰ افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شوې. دا شمېره د ۲۰۲۲ په پرتله څوچنده زیاتوالی ښيي.

که څه هم د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د کډوالۍ د ویزې د ځانګړي پروګرام ملاتړ کړی، خو د کانګرس د استازو جرګې دغه د ۲۰۲۴ کال د دسمبر تر ۳۱مې پایته رسېدونکی پروګرام نه دی تمدید کړی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...