Home » سپورټ » فوټبال؛ د انګلستان غوره لیګ سیالیو اتلولۍ لپاره د آرسنال ناهیلي زیاته شوې

فوټبال؛ د انګلستان غوره لیګ سیالیو اتلولۍ لپاره د آرسنال ناهیلي زیاته شوې

که څه هم آرسنال په دوو ګولونو له خپل کوربه ویستهام څخه مخکې وو، خو د لوبې په ۹۰ دقیقو کې و نه توانیدو، څو خپل مخکښتوب وساتي او لوبه ۲ – ۲ په وړاندې مساوي پایته ورسیده.

د انګلستان غوره لیګ سیالیو په ۳۱ اوونۍ کې آرسنال په داسې حال کې د وسټهام یونایټید میلمه وو، چې تېره اونۍ یې لوبه د لیورپول پر وړاندې ۲ -۲ ګولونو سره مساوي کړې وه او د دې لیګ اتلولیو ګټلو لپاره یې اړتیا لرله، څو دا لوبه وګټي.

د مایکل آرتتا زده کوونکیو لوبه بریدګره پیل کړه او ګابریل ژسوس په ۷ دقیقه او مارتین اودګارد په ۱۰ دقیقه کې د آرسنال لپاره ګولونه ووهل، خو د لوبې په ۳۱ او ۵۵ دقیقو کې دوه ګولونه وخوړل او له زیاتو هڅو سربېره لوبه ۲ – ۲ پر وړاندې مساوي پایته ورسیدله.

آرسنال چې د دې لوبې مخکې د انګلستان غوره لیګ د اتلولۍ اصلي هیله ګڼل کیده، خو په وروستیو دوو اوونیو کې د لیورپول او وسټهام پر وړاندې د امتیازونو له لاسه ورکولو سره، له منچستر سیتي سره یې خپل د نومرو واټن ۴ ته ورسید، که چیري د آرسنال ورته وضعیت دوام وکړي، نو د پیپ ګواردیولا لوبډله به یو ځل بیا اتلولي وګټي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...