د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د فوټبال نړیوال جام او د اسیایي هېوادونو جام ته د لارموندنې د لوبو په ترڅ کې نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه نېټه) د هندوستان له ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې د فوټبال د ملي ټیم د کپټان انوش دستګیر له قوله ویلي چې افغان لوبغاړو دغې لوبې ته ښه تیاری نیولی او دی هیله من دی چې د نننۍ لوبې نتیجه به د افغانستان په ګټه وي.
د افغانستان د فوتبال ټیم وروستۍ لوبه دوه د یوه په مقابل کې عمان ته بایللې وه.
افغانستان د دې سیالیو په E ګروپ کې له عمان، کوربه قطر او بنګله دېش سره لوبې وکړې، خو له هند سره يې وروستۍ لوبه پاتې ده.
افغان لوبډله به له دې وروسته، له قزاقستان، او تاجیکستان سره هم لوبه ولري.