د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ په سیالیو کې نن د کابل پر وخت د مازیګر ۴بجې له تاجکستان سره مخامخ کېږي.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دا سیالۍ په قرغزستان کې ترسره کېږي.
د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، افغان لوبډله د دې سیالیو په لړ کې په A ګروپ کې له قرغزستان او تاجکستان سره لوبې کوي.
د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
دا سیالۍ (د جولای په ۳مه نېټه) د قرغزستان په کوربهتوب پیل شوې، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.