د اروپا فوټبال جام په کواټر پاینل لوبو کې تېره شپه ډنمارک د چیک جمهوریت او انګلستان بیا اُکراین لوبډلې ته ماتې ورکړه.
لومړی سیالۍ تېره شپه ۸:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې ډنمارک ۲ ګولونه پر ۱ د چک جمهوریت ته ماته ورکړه.
دویمه سیالۍ تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې انګلستان لوبډلې ۴ ګولونه پر ۰ اُکراین ته سخته ماتې ورکړه.
ډنمارک د درېیمي او انګلستان بیا د څلورمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه، چې تر دې مخکې وړمه شپه اسپانیا د لومړۍ او ایټالیا بیا د دویمي لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې وه.
اوس په لومړۍ نیمه پایلوبه کې راتلونکې سې شنبه اسپانیا او ایټالیا او په دویمه نیمه پایلوبې کې بیا راتلونکې چهارشنبه ډنمارک او انګلستان فوټبال ملې لوبډلې له یو بل سره لوبیږي.
ددې ترڅنګ پایلوبه به بیا د دوو ګټونکو لوبډلو ترمنځ د روانې جولای میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شي.