Home » سیمه او نړی » فلسطیني چارواکي: د غزې بشري وضعیت په کړکېچن حال کې دی
A Palestinian child rides a bicycle near a fallen minaret of a destroyed mosque during the Muslim holy fasting month of Ramadan, in the Nuseirat refugee camp in the central Gaza Strip on March 7, 2025. (Photo by Eyad BABA / AFP)

فلسطیني چارواکي: د غزې بشري وضعیت په کړکېچن حال کې دی

فلسطیني چارواکي وايي، د اسراییلو له لوري غزې ته د توکو ننوتلو د مخنیوي له امله خوراکي توکي کم شوي او بشري وضعیت کړکېچن شوی دی.

چارواکو خبرداری ورکړی، چې په غزه کې خلک د خوړو له کمښت، پاکو اوبو نشتوالي او روغتیايي مرستو ته د نه لاسرسي سره مخ دي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې ویلي، چې د بشري مرستو مخنیوی د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېک له اسراييل و غوښتل چې بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته ننوځي ځکه هلته څه باندې دوه میلیونه فلسطنیان د خوراکي توکو، درملو او برېښنا له کمښت سره مخ دي.

د ویلو ده چې د اسراييلو لخوا پر غزې د بشري مرستو بندیز نږدې لس ورځې مخکې پیل شوی دی او لا دوام لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...