په پښتونخوا او بلوچستان کې ملتپاله فعالان او سياسون وايي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ايالتي مشر او پخوانی سناتور عثمان خان کاکړ په خورا سيستماتيکه بڼه وژل شوی دی.
د عثمان خان کاکړ زوی خوشال کاکړ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، پلار ته يې له مودې راهيسې د وژنې ګواښونه کېدل. نوموړی زياتوي چې عثمان خان کاکړ په خورا سيستماتيکه بڼه وژل شوی او دوی پوهېږي چې دا کار چا کړی.
په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم خبر ورکړی چې د عثمان خان کاکړ له کورنۍ سره په اړيکه کې دی او دوی ورته ويلي چې نوموړی د غورځېدو له امله نه، بلکې پر سر د سخت ګوزار خوړلو له امله وژل شوی دی.
نوموړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرو نورو غړيو ټينګار کړی چې د کاکړ د وژل کېدو پېښه دې په جديت سره وڅېړل شي او پايله دې يې په ډاګه شي.
د عثمان خان کاکړ د مړينې په اړه چې کورنۍ او فعالان يې د وژل کېدو ادعا کوي، په پښتونخوا او بلوچستان سربېره په افغانستان کې هم پراخ غبرګونو پارېدلي. په افغانستان کې فعالان د عثمان کاکړ ناڅاپي مړينې ته د شک په سترګه ګوي او زياتوي چې د پاکستان حکومت بايد د نوموړي د مړينې او يا وژل کېدو په اړه پوره څېړنې وکړي.
نوموړي د سناتور په توګه د پاکستان په پارلمان کې د وروستۍ وينا پرمهال ويلي و، که د پاکستان حکومت اړوند ځينو مسايلو په اړه چوپ پاتې نه شي، نو وبه وژل شي. خو د کاکړ په وينا، که هر وخت ووژل شو نو پړه به يې د پاکستان د استخباراتي ادارې په غاړه وي.
نوموړي پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۳۱مه) د کراچۍ په اغا خان روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.