Home » سپورټ » فرهان يوسفزى: شپږيزه او افغان غوره ليګ ترسره کول مو لومړيتوب دى
رویداد خبري آژانس

فرهان يوسفزى: شپږيزه او افغان غوره ليګ ترسره کول مو لومړيتوب دى

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په برياليتوب ترسره کول د دوى لومړيتوب دى.

نوموړي چې تېره ورځ يې د کرکټ بورډ له سرپرست اجراييوي رييس جار عبدالرحيمزي او مديرانو سره يې په ويډيويي کنفرانس خبرې کولې، ټولو ته يې جدي لارښوونې وکړې، چې چارې بايد په خپل وخت ترسره شي.

کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې فرهان يوسفزي وويل، کورونا په کرکټ ډېر منفي تاثيرات درلودل، خو اوس اړتيا ده چې د کرکټ بورډ ټول پرسونل او کارکونکي د کرکټ اړوند په ټولو کارونو کې چټکتيا رامنځته کړي، تر څو پلان شوي کارونه پر وخت او برياليتوب ترسره شي.

فرهان يوسفزي همدا راز وويل، شپږيزه کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ په ښه او اساسي بڼه ترسره کول د کرکټ بورډ لومړيتوب دى او موږ به ټولې ممکنه هلې ځلې پکار واچوو تر څو دغه دوه مهم ټورنمنټونه په برياليتوب سره ترسره کړو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...