د افغانستان د مبارزو ښځو خودجوشه خوځښت وايي، چې د دوی یوه مخکښه همکاره او د ښځو د حقونو فعاله فرحت پوپلزۍ تر شاوخوا دوه میاشتني بند وروسته خوشې شوې ده.
د دغه حرکت په خبره د فرحت پوپلزۍ کورنۍ د هغې د خوشې کېدو خبره د ځينو ملحوظاتو په خاطر تر دې دمه پټه ساتلې او ډېر جزییات يې نه رسنیز کوي.
فرحت پوپلزۍ د نومبر په لسمه له کابله نیول شوې وه او څو ورځې یې د مرګ او ژوند حال نه و معلوم.
هغې د مبارزو ښځو د خودجوشه حرکت خبرونه او ویډیوګانې په خواله رسنیو خپرولې. سرپرست حکومت لا د فرحت پوپلزۍ د خوشې کولو په تړاو څه نهدي ویلي خو د راپورونو لهمخې فرحت په ضمانت له قید خوشې شوې ده.
حکومتي چارواکو مخکې هم د نورو ښځینه فعالانو د بندیانولو په تړاو له څه ویلو ډډه کوله او یوازې یې د ځینو د ازادۍ د خبر په اړه رسنیو ته څه ناڅه جزییات ورکول.