په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له لوري پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د څاړې (توغدارې) مرغانو په ګډون د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ کړي دي.
په یوه کمپ کې د څاړو د روزنې او تولید د برخې ډاکټر عبدالکریم احسان وايي، چې د یادو الوتونکو د روزنې، ودې، نسل پالنې او منځ ته راتګ موسم د میلادي کال د نومبر په پنځلسمه ۱۵ نېټه پیلېږي او بیا د مې تر میاشتې پورې دوام مومي.
احسان زیاته کړه، چې په یادو میاشتو کې یې تولید یو له بل سره توپیر لري، په ځینو کې زیات او په ځینو کې کم وي.
په ورته حال کې د فراه ولایت د چاپېریال ساتنې چارواکي وايي، چې یاد بنسټ په دې ولایت کې دوه کمپونه یو د دې ولایت مرکز ته څېرمه او بل په چاکرته کې جوړ کړي، چې څاړو په ګډون د نورو الوتونکو او څارویو د نسل د ودې لپاره بېلا بېل ماشینونه او ځانګړی سیسټم لري.
باید وویل شي، چې تر دې دمه له دې کمپونو څخه له ۲۰۰ زیات توغداري مرغان په هوا کې خوشې شوي دي.