د ا.ا مسوولین وایي چې په فراه کې د بخش اباد بند د کانالونو د کیندلو چارې بشپړې شوې او د یاد بند د دویم فاز کارونه پیل شوي دي.
د بخش اباد بند په اړه دا خبر د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو کړې ده.
هغوی ویلي چې د بخش اباد بند په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه په سیند جوړېږي او د کانال ایستلو چارې یې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې وې.
د راپورونو له مخې چې بخش اباد بند د هېواد په جنوب لوېدیځ کې له مهمو بندونو شمېرل کېږي چې شاوخوا لس کاله وړاندې د مخکني حکومت پر مهال طرحه شوی و.
ویل کېږي چې دا بند د څه باندې یو ملیارد مکعب اوبو د زېرمه کولو او ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د مسوولینو په وینا، چې د بخش اباد بند پر جوړېدو ۴۳۰ میلیونه ډالر مصرفېږي چې زیاتې پيسې ورته د سیمې له خلکو راټولېږي