Home » افغانستان » فرانس پرېس: د افغانستان لپاره ۲۰۲۱ زېږديز کال له ننګونو ډک و

فرانس پرېس: د افغانستان لپاره ۲۰۲۱ زېږديز کال له ننګونو ډک و

د فرانسې خبري ژانس په يوه څېړنيز راپور کې د افغانستان وضعيت ته کتنه کړې او په کې يې د ۲۰۲۱ زېږديز کال په ترڅ کې د افغانستان وضعيت ارزولی دی.

په دې راپور کې راغلي، دا مهال افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د ژمې له رانږدې کېدو سره په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتيا لا زياته شوې ده.

د پرانس پرېس په دې راپور کې چې پرون سې‌شنبه خپور شوی، په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو ته هم اشاره شوې. د راپور له مخې طالبان په داسې ناڅاپي توګه د واک څښتنان شول، چې نړيوال او ان په خپله طالبان هم دې ناڅاپي بدلون ته ګوته په غاښ دي.

په راپور کې د افغانستان په څېر په يوه هېواد کې د واکنۍ دوام، د اوسني وضعيت له امله کډوالي او دغه راز په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو د سر راپورته کول د طالبانو پر وړاندې عمده چيلېنجونه ياد شوي دي.

په دې څېړنيز راپور کې زياته شوې، که څه هم طالب مشران خپله اوسنۍ واکمنۍ د افغانستان له تېر نظام متفاوته او ښه بولي، خو د راپور له مخې لا هم په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار له حق بې برخي ساتل شوي او ان په دې وروستيو کې پر ښځو له محرم پرته د سفر کولو يو لړ بنديزونه هم وضعه شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس داسې مهال دغه څېړنيز راپور خپروي چې د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو شاوخوا ۴ مياشتې تېرېږي؛ خو لا هم د راتلونکي وضعيت په اړه د خلکو اندېښنې پر ځای دي او نه پوهېږي چې په راتلونکې کې څه پېښېدونکي دي؟

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...