د افغانستان لپاره د فرانسې سفير ډيوېډ ماټينون د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره ويلي، چې طالبان په پنجشېر کې د خلکو په نيولو او ورسره د بد چلند کولو له امله، پر جنګي جنايت مرتکب شوي دي.
نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) خپل ټوېټر کې له دې ويډيويي پيغام سره يو ځای ليکلي، چې طالبان په پنجشېر کې له نيولو وروسته بندي کسان اعداموي. هغه زياته کړې، چې د طالبانو دا کار د دې ښکارندوی دی چې عملا پر جنګي جنايتونو مرتکب شوي دي.
د افغانستان لپاره د فرانسې سفير دا اندېښنه داسې مهال څرګندوي، چې پرون ناوخت د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په پنجشېر د يو لړ چاڼيزو عملياتو له ترسره کېدو خبر ورکړ.
نوموي ويلي، چې په دې عملياتو کې د مخالفانو د درېيو قومندانانو په شمول، ۴۰ تنه مخالفان وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور يې ژوندي نيول شوي دي.