Home » افغانستان » فرانسه او کاناډا کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

فرانسه او کاناډا کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

د فرانسې په پاریس او د کاناډا په پلازمېنې تورنتو کې سلګونه افغاننانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او جمهوریت نظام څخه د ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون تنظیموونکو پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه نېټه) ته ویلي چې د فرانسې او کاناډا مېشتو سلګونه افغانانو د یکشنبې ورځې په لاریون کې په افغانستان کې د پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو د نیابتي جګړې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه.

سیاسي فعال او د تورنتو د مظاهرې یوه تنظیموونکي حزب‌الله کاظم رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي: “زموږ د دې لاریونونو د برکته چې دا یوه لړۍ پیل شوې نه‌یوازې په کاناډا، بلکې په اروپايي هېوادونو او امریکا کې موږ هیله‌من یو چې تأثیر به‌یې دا وي چې د دوی توجه واوړي د پاکستان نیابتي جګړې ته او دوی هم لږ نور په اخلاص او جدي توګه باندې د افغانستان د قضیې لپاره لاس په کار شي.”

له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په یو شمېر اروپايي هېوادونو له هغې ډلې بلجیم، بریتانیا او هالند کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

سره له دې چې لاریونوالو د پاکستان حکومت او پوځیان د افغان جګړې تر شا ښکېل بللي، خو پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په کلکه رد کړې چې دوی د افغان جګړې تر شا دي یا طالب جنګیالي تمویلوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...