د راپورونو له مخې په فرانسه کې یو تن درې پولیس هغه مهال ووژل چې یاد پولیس د یوې کورنۍ د تاوتریخوالي د کنټرول لپاره روان و.
راپورونه وايي دغه پېښه د فرانسې په سن ژوست ښار کې رامنځته شوې ده.
دغه درې فرانسوي پولیس غوښتل د یوې ښځې مرستې لپاره د هغه کور ته لاړ شي کوم چې د خپل کور بام ته ختلې وه.
وسلوال پر پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې درې پولیس ووژل شول او ویل کېږي یو بل پولیس ټپي شوی هم دی.
پولیس وايي یاده ښځه ژغورل شوې.
د یاد هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون رسنیو ته ویلي چې د فرانسې ټول خلک د پولیسو له کورنۍ سره په دې غم کې شریک دي.