Home » افغانستان » فايق: د نجونو د زده‌کړو پر مخ هيڅ فرهنګي ستونزې نشته

فايق: د نجونو د زده‌کړو پر مخ هيڅ فرهنګي ستونزې نشته

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د ط.الب چارواکو د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندول يې له فرهنګي حساسيتونو سره تړلي.

فايق په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د نجونو د زده‌کړو پرمخ هيڅ داسې فرهنګي ستونزې نشته، چې د دوی د زده‌کړو پر وړاندې دې خنډ شي.

نوموړي زياته کړې، بې‌وزلي او د جګړې دوام د دې سبب شوی چې په افغانستان کې بېسوادي دوام وکړي او دغه راز ښوونې او روزنې ته هم لاسرسی محدود شي.

له دې سره په خواله رسنيو کې هم د چارواکو پر دې څرګندونو خلکو توندې نيوکې کړي او ويلي یې دي، چې دا د نجونو پرمخ د ښوونځيو د بندښت يوه غير معقوله پلمه ده.

د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير په خوست کې خبريالانو ته ويلي، چې حکومت د نجونو له زده‌کړو سره ستونزه نه لري؛ خو په خبره يې په لرې پرتو سيمو کې فرهنګي حساسيتونه د دې سبب شوي چې ښوونځي تړلي پاتې شي.

نوموړي زياته کړې، چې په يادو سيمو کې خلک له ښوونځيو سره نه، بلکې له کور څخه د نجونو په وتلو کې فرهنګي ملاحضات لري.

له دې وړاندې د پاکستان د وخت لومړي وزير عمران خان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ته هم ورته خبره کړې وه.

نوموړي ويلي وو، چې په افغانستان کې دې د نجونو د ښوونځيو موضوع جدي نه نيول کېږي؛ ځک په خبره يې دغلته د نجونو د زده‌کړو په برخه کې فرهنګي ستونزې شته.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...