Home » افغانستان » فايق: د ترهګرۍ پر مرکز د افغانستان د بدلېدو احتمال زيات شوی

فايق: د ترهګرۍ پر مرکز د افغانستان د بدلېدو احتمال زيات شوی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون سې‌شنبه د (وږي په ۷مه) د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړه او په کې يې د افغانستان پر اوسني سياسي، اقتصادي او بشري وضعيت بحث وکړ.

دې غونډې ته په ملکرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجوديت په اړه خپاره شوي راپورونه دا جوتوي، چې لا هم دغتله ترهګري موجوده ده.

د فايق په خبره په کابل کې د ايمن‌الظواهري ژول کيدل په افغانستان کې د ترهګرو د موجوديت ښکاره ثبوت دی. نوموړي زياته کړې چې دې ټولو ته په پام سره دا احتمال شته چې افغانستان يو وار بيا د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

فايق زياته کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورين لا هم دوام لري او په خبره يې اوس هم د نجونو پر مخ ښوونځي بند دي او ښځي په سيسټماټيکه توګه له ټولنيز ژوند لرې کړای شوي دي.

فايق په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه د خپلو خبرو په دوام سره وويل، چې د افغانستان لوستی او متخصص قشر له هېواد د وتلو په حال کې دی، ګډوالي او داخلي بي ځايه کيدل هم دوام لري. نوموړي ويلي، چې د راپورونو له مخې له محکمې پرته خبريالان، د بشري حقونو فعالان، معترضان او د افغانستان دفاعي، کشفي او امنيتي مخکينيو ځواکونو غړي په خپلسري توګه نيول کېږي، توقيف کېږي، ورک او ان وژل کېږي.

د نوموړي په خبره، که څه هم دامهال په افغانستان کې د پام وړ جګړه او اداري فساد کم شوی؛ خو په خبره يې طالبان نه دي توانېدلی چې ولس قانع او ترې خپل مشروعيت ترلاسه کړي.

فايق له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان اوسنۍ کشالې د حل او فغانانو ته د يوې لار نقشې له لاې پر ټول‌ګډونه دولت د سلا کېدو لپاره پر اساسي مسايلو د هوکړې په موخه دې د يوه ګفتان زمينه برابره کړي.

نوموړي له طالبانو هم غوښتي، چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي، ښوونځي د نجونو پر مخ پرانيزي، عمومي بښنه عملي کړي، توقفق، شکنجه او وژل ودروي او د يادو اعمالو ترسره کوونکي دې محاکمه کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...