ټاکل شوې چې راتلونکي کې امريکايي محکمه د افغانستان کنګل شوو پيسو د ۳.۵ مېليارد ډالرو هغې برخې په اړه پرېکړه وکړي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د يوه اجرائيوي حکم له مخې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو ته ځانګړې کړې ده.
له دې پرېکړې وړاندې پرون دوشنبه د (غويي په ۵مه) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د نيورياک سوېلي ناحيې محکمې ته د يوه ليک له لارې د ياده اندازه شمتنۍ د خوندي کولو په موخه، وضاحت او دفاعيه دلايل وړاندې کړي دي.
نوموړي ويلي، د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيان د غرامت حقدار دي؛ خو په خبره يې افغانان له تېرو شلو کلونو راهيسې د هغو ترهګرو ډلو له لوري قرباني شوي، چې ياد بريد يې ترسره کړی دی.
فايق زياته کړې چې په ياده موده کې زرګونه افغانان وژل شوي او لا هم د ترهګرۍ ښکار دي، چې په خبره يې په افغانستان کې پر ښوونځيو، جوماتونو او مذهبي لږکيو وروستي بريدونه يې ښه بېلګه ده.
نوموړي ټينګار کړی، دې ته په پام سره چې د سپټمبر په ۱۱مې پېښې کې هېڅ افغانان دخيل نه دی، نو په خبره يې اړتيا ده چې افغان د دې بريد د غرامت قربانيان نه شي.
فايق څرګنده کړې چې په افغانستان کې د لوږې کچه د تېر په پرتله خورا زياته شوې او په دې ترڅ کې له نيمايي زيات افغان وګړي کافي خواړه نه لري. نوموړي ويلي چې د لوږې دې کچې ته په پام سره د افغانستان کنګل شوې شتمني يوازې او يوازې پر عامو افغانانو پورې تړاو لري، نه پر کومې ډلې او ټپلې پورې.